انصار: (د لیندی ۹ مه)، راپورونه ښيي چې د هندوستان حکومت به ژر په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت پر کابل د طالبانو واکمن رژیم ته وسپاري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې د هندوستان په ممبیي او حیدراباد کې د افغانستان کونسلګریو دوی سره اړیکې ټینګې کړي او په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت به هم ژر بیرته فعال شي.
هغه په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
ځینو رسنیو بیا ویلي چې هند به د طالبانو د سفیر له منلو پرته، په افغان سفارت کې د طالبانو یو شمېر دیپلوماتان ژر ومني او په دې ډول به دوی پر سفارت کنټرول ترلاسه کړي.
په هندوستان کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي ویلي چې د جمهوري نظام د دیپلوماتانو له لوري سفارت تړل شوی او له دندو استعفاوې ورکړل شوي. هغه، یو شمېر نور دیپلوماتان چې لا د کار د دوام په تمه هندوستان کې دي، د طالبانو د رژیم ملاتړي بللي.
په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د تېرې جمعې پر ورځ د یوې اعلامیې له خپرولو سره په بشپړ ډول د خپل فعالیت د پای ته رسولو او هندوستان ته د سفارت د سپارلو خبر ورکړ.
دوی د دې پرېکړې دلیل، د کار د دوام لپاره د جمهوري نظام له دیپلوماتانو څخه د هندوستان د حکومت نه ملاتړ او برعکس ورباندې د طالبانو د یو شمېر ديپلوماتانو د منلو لپاره فشارونه بللي وو.
یو شمېر خلک بیا په تړل شوي سفارت کې مالي فساد او د دیپلوماتانو خپلمنځي اختلافات هم د نورو عواملو ترڅنګ د جمهوري نظام له پاتې شویو دیپلوماتانو څخه د هندوستان د حکومت د مخ اړولو دلیل بللی و. د هندوستان حکومت رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
یو شمېر خلکو پر دغه هېواد نیوکې کړي چې له افغانستان سره یې د ادعاوو برخلاف، د ارزښتونو اړیکه نه ده پاللې.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/28746